ایکنانیوز په تانزانیا کې د ایران د کلتوري سلایارۍ له قوله راپور راکوي، د تانګا په دغې سټينډرډ غونډې کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر، ځائي چارواکو او مذهبی مسئولانو او مشرانو پکې ګډون درلود. په دغه پروګرام کې حاضرو د قرآن کریم قاریانو قرائت د تانزانیائي ولولناکو ځوانانو توجه وړ وګرځید او دوی په کرتو د پروګرام په مینځ کې د قاریانو د هڅولو او قدرونې لپاره د اجرا سټيج په لور منډې ووهلې.
دغه قرآنی محفل د تانزانیا او ایران د همغږه اورګانونو په ملګرتیا سره د ایران د اسلامی جمهوریت د ارتباطاتو او کلتور د ادارې د تبلیغ دنړیوال مرکز له خوا ترسره شو.
ایکنانیوز ددغه ولولناک او معنوي پروګرام په باب یو انځوریز راپور هم باربر کړی چې ستاسو په خدمت کې ئې هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4284370